د اندونیزیا د جوماتونو د شورا مشر د طالبانو له اقتصادي مرستیال سره وکتل او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به د اندونیزیا یو اقتصادي پلاوی کابل ته راشي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
ملا برادر زیاته کړه چې افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې درلودې او اوس دغه اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
برادر وايي، چې د طالبانو حکومت د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د اندونیزیا د جوماتونو د شورا مشر وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د اندونیزیا یو اقتصادي پلاوی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه کابل ته راشي او په بېلابېلو برخو کې به ګډې اقتصادي همکارۍ وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31941